IQNA

د ملایشیا د قرآڼ په سیالیو کې د ایران د نماینده  د اجرا وخت(انځور)

11:21 - October 09, 2024
د خبر لمبر: 3489973
ایکنا – د ملایشیا  د قرآن په سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازې حمید رضا نصیري  دغه هیواد ته تللی او سملاسي  په دغو سیالیو کې د خپلې اجرا له پروګرامه خبر شوی دی.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلورشپیتم پړاؤ د تحقیق د قرآئت په څانګې کې د ایران استازی حمید رضا نصیري  په پیل کې اماراتو ته لاړ څو  ددغه هیواد له لارې ملایشیا ته وخوځيږي.

نصیري  به د تلې د میاشتې په نولسمه نیټه  ماښام په خپل ځائيګي کې شتون ولري او د کلام الله مجید د ځينوآیتونو په تلاؤت سره به د نورو هیوادونو له نمایندګانو سره  سیالي وکړي.

د ایران قاریان له ملایشیا وروسته په تیرو ۶۳ پړاؤنو کې ددغو سیالیو ترټولو زیاتې لومړنۍ جایزې ګټلي دي. په هغو قاریانو کې چې  ددغو سیالیو لومړنی ځائیګی ئې ترلاسه کړی دی ، خداي بخښلی محمدتقي مروت ،عباس سلیمي ،علی و مسعود سیاح ګرجی ،عباس امام جمعه، منصور قصري زاده،احمد ابولقاسمي ،شهید مناحمحسن حاجی حسنی کارګر او داسې ځینو نورو ته اشاره کولی شو.

هغه ترټولو وروستی ایرانی قاری چې ددغوسیالیو لومړنی  ګټونکی شوی ، په ۱۳۹۶لمریز کال کې  حامد علیزاده ؤ. ایراني قاریان د اسلامی نړۍ د قرآن کریم  په ترټولو پخوانیو نړیوالو سیالیو  د څو لومړنیو جایزو پر ګټلو سربیره ، څو ځله د دوم، دریم، څلورم او  مقامونو ګټونکي شوي دي.

تیر کال  هم  او ددغو سیالیو په درې شپيتم پړاؤ کې علیرضا بیژني  چې د لارښود استاد په توګه  له امین پویا سره یو ځاي  دغو سیالیو کې ئې ګډون کړی ؤ، دوهم مقام ئې ګټلی ؤ. 

اعلام زمان اجرای نماینده کشورمان در مسابقات مالزی + عکس

https://iqna.ir/fa/news/4241247

captcha